سوره السجدة (سجده) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۲۰

وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوَاهُمُ النَّارُ ۖ كُلَّمَا أَرَادُوا أَنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ 20 ٢٠

او پاتې شو هغه كسان چې فاسقان شوي دي، نو د دوى استوګنه اور دى، هر كله چې دوى اراده وكړي چې له دغه (اور) نه ووځي (نو) بېرته به په هغه كې واپس كړى شي او دوى ته به وویل شي چې تاسو د اور هغه عذاب وڅَكئ چې تاسو به د ده تكذیب كاوه (۲۰)

تفسیر
او هر هغه کسان چې د الله د تابعدارۍ څخه په کفر او ګناهونو کولو سره وتلي دي، نو استوګنځای د دوی چې د قیامت په ورځ ورته چمتو شوی دی اور دی، تل به پکې پاتې وي، هر کله چې وتل وغواړي بېرته ورګرځول کېږي پکې، او د ځورونې لپاره به ورته وویل شي: وڅکئ د هغه اور عذاب چې تاسو به په دنیا کې دروغ ګاڼه کله به چې ستاسو پېغمبرانو ترې وېرولئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ