سوره السجدة (سجده) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۲۲

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا ۚ إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنْتَقِمُونَ 22 ٢٢

او څوك دى لوى ظالم له هغه چا نه چې هغه ته د خپل رب په ایتونو سره پند وركړى شي، بیا هغه له دغو (ایتونو) نه مخ وګرځوي، بېشكه مونږ له مجرمانو نه انتقام اخيستونكي یو (۲۲)

تفسیر
او هېڅوک له هغه چا زیات ظالم نه دی چې د الله په آیتونو ورته وعظ وشي خو دی پند وانخلي، او په بې پرواهۍ سره مخ واړوي، بېشکه مونږ له مجرمانو - د کفر او ګناهونو په کولو هغه کسان چې د الله د آیتونو څخه مخ اړوي له شک پرته غچ (انتقام) اخیستونکي یو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ