سوره السجدة (سجده) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




32 السجدة(السجدة)، آیت ۴

اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ مَا لَكُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا شَفِيعٍ ۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ 4 ٤

الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا يې په عرش باندې استوا وكړه۔، ستاسو لپاره له هغه نه غیر نه هېڅ كارساز شته او نه شفاعت كوونكى، ایا نو تاسو پند نه اخلئ! (۴)

تفسیر
الله تعالی هغه ذات دی چې آسمانونه یې پېدا کړي، او ځمکه یې پېدا کړې، او د دې دواړو ترمنځ چې څه دي هغه یې په شپږو ورځو کې پېدا کړي، او هغه واکمن دی پر دې چې د سترګو له رپ څخه یې هم په لږ وخت کې پېدا کړي، بیا پورته شو په عرش په داسې پورته کېدلو چې د ده له شان سره ښایي، نشته تاسو لره -ای خلکو- له ده پرته څوک ملګری چې ستاسو د کارونو سرپرستي وکړي، یا سپارښتګر چې ستاسو رب ته مو سپارښتنه وکړي، آیا تاسو فکر نه کوئ، چې د هغه الله عبادت وکړئ چې پېدا کړي یې یاست او هغه سره د بل چا عبادت ونکړئ؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ