سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۱۰

إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا 10 ١٠

كله چې دوى په تاسو راغلل، ستاسو له بره اړخ نه او ستاسو نه له لاندې اړخ نه او كله چې سترګې كږې او زړونه چنغړكو ته ورسېدل او تاسو په الله ګمانونه كول، قسم قسم ګمانونه (۱۰)

تفسیر
او کله چې تاسو ته کافران د درې له پورته او ښکته، ختیځ او لوېدیځ خوا وو راغلل، دغه مهال سترګې له ټولو شیانو څخه یوازې خپل دښمن خواته کږې شوې، او د سختې وېرې له کبله زړونه ستونو ته ورسېدل، او په الله تعالی مو ګڼ ګومانونه کول؛ کله به د مرستې او کله ترې د ناهیلې کیدلو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ