سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۲۱

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا 21 ٢١

یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي (۲۱)

تفسیر
پرته له شکه ستاسو لپاره په هغه څه کې چې رسول الله ويلي، ترسره کړي او کوي يې غوره بېلګه ده، په خپله مبارک حاضر شو او جګړه يې وکړه، نو له دغه وروسته بيا تاسې څنګه د هغه له ځانه په خپلو ځانونو بخيلي کوئ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم لار نه غوره کوئ، مګر هغه څوک چې د الله د بدلې او لورېينې هيله لري، د آخرت د ورځې هيله لري او عمل ورته کوي او الله ډېر يادوي، او څوک چې د آخرت د ورځې هيله نه لري او نه الله ډېر يادوي، نو هغه د الله د رسول صلی الله عليه وسلم تګلاره نه غوره کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ