سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۲۵

وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا ۚ وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا 25 ٢٥

او الله كافران سره له خپلې غصې نه بېرته وشړل، په داسې حال كې چې هېڅ خیر يې ونه موند۔ او الله مومنان له جنګ نه وساتل۔او الله ډېر زورور، ښه غالب دى (۲۵)

تفسیر
او وګرځول الله تعالی قریش او غطفان او هغه کسان چې دوی سره وو د سختیو او غم سره چې هیلې یې له لاسه ورکړې وې، او په هغه څه برلاسي نشو چې کومه اراده یې د مومنانو د بېخ ایستلو کړې وه، او الله تعالی په جګړه کې له دوی سره د مومنانو کافي شو، چې باد یې راولېږه او ملائکې یې نازلې کړې، او الله ځواکمن برلاسی دی، هېڅوک ورسره مقابله نه کوي مګر هغه پرې برلاسه کېږي او رسوا کوي یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ