سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۳۴

وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَىٰ فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا 34 ٣٤

او تاسو یادوئ هغه د الله ایتونه او حكمت چې ستاسو په كورونو كې لوستل كېږي، بېشكه الله دى، ډېر باریك بین، ښه خبردار (۳۴)

تفسیر
او ستاسو په کورونو کې د الله پر رسول نازل کړل شوي آيتونه او د هغه د رسول پاک سنت په ياد کړئ، بېشکه الله پر تاسو ډېر مهربان دی چې تاسو يې د خپل نبي په کور کې ګرځولې ياست، ښه باخبر دی چې تاسو يې د خپل رسول لپاره مېرمنې غوره کړې ياست، او د هغه د امت د ټولو مؤمنانو ميندې يې جوړې کړې ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ