سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۳۵

إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا 35 ٣٥

بېشكه مسلمانان او مسلمانانې او مومنان او مومنانې، او اطاعت كوونكي او اطاعت كوونكې او صادقان (رښتيني) او صادقانې او صبر كوونكي او صبر كوونكې اوعاجزي كوونكي او عاجزي كوونكې او خیرات كوونكي او خیرات كوونكې او روژه نیونكي او روژه نیوونكې او د خپلو شرم ځایونو حفاظت كوونكي او حفاظت كوونكې او الله لره ډېر یادوونكي او یادوونكې، الله د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر تیار كړى دى (۳۵)

تفسیر
پرته له شکه الله عاجزي کوونکي نارينه او عاجزي کوونکې ښځينه، د الله رېښتيني بلونکي نارينه او رېښتينې بلونکې ښځينه، الله لره غاړه اېښودونکي نارينه او غاړه اېښودونکې ښځينه، په خپل ايمان او وينا کې رېښتيني نارينه او رېښتينې ښځينه، پر طاعاتو، له ګناهونو او پر ستونزو صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځينه، په فرض او نفلو کې د خپلو مالونو صدقه کوونکي نارينه او صدقه کوونکې ښځينه، د الله لپاره فرض او نفل روژه نيوونکي نارينه او روژه نيوونکې ښځينه، د خپلو شرم ځايونو ساتونکي نارينه او د خپلو شرم ځايونو ساتونکې ښځينه چې د هغه په وړاندې يې له لوڅولو پټوي چې کتل يې ورته روا نه وي، همدارنګه د زنا له ناروا او د هغې له مقدمو يې لېرې ساتي، او په زړونو او ژپو په پټه او ښکاره د الله ډېر يادوونکي نارينه او ډېرې يادوونکې ښځينه چې دي الله د هغوی لپاره له ګناهونو يې بخښنه چمتو کړې ده او د قيامت په ورځ يې لویه بدله ورته چمتو کړې چې هغه جنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ