سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۳۷

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ ۖ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا 37 ٣٧

او (یاد كړه اى نبي!) كله چې تا هغه كس ته چې الله په هغه انعام كړى و او تا (هم) په هغه (په ازادولو سره) انعام كړى و؛ ویل: ته خپله ښځه له ځان سره وساته او له الله نه ووېرېږه او تا هغه خبره په خپل زړه كې پټوله چې الله د هغې ښكاره كوونكى و او ته له خلقو نه وېرېدلې او الله زیات حق دار دى چې ته له هغه نه ووېرېږې، نوكله چې زید له هغې نه غرض (حاجت) پوره كړ (نو) مونږ هغه تا ته په نكاح كړه، د دې لپاره چې په مومنانو باندې د خپلو په زامنو بلل شویو، په ښځو كې څه سختي نه وي، كله چې دغه (په زامنو بلل شوي) له دغو (ښځو) نه حاجت پوره كړي او دى د الله كار ادا كړى شوى (۳۷)

تفسیر
او ای رسوله! کله چې دې هغه چا ته ويل چې الله پرې د اسلام پېرزوينه کړې وه او تا پرې د آزادۍ پېرزوينه کړې ده، چې هغه زيد بن حارثه رضي الله عنهما دی، کله چې د خپلې مېرمنې زينب بنت جحش د طلاق په اړه تاته د مشوره غوښتونکي په توګه راغی، تا هغه ته وويل: خپله مېرمن دې وساته طلاق مه ورکوه، د الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږه، او ای رسوله! په خپل زړه کې د خلکو له وېرې هغه څه پټوې چې الله تا ته د زينب د نکاح په اړه وحي کړې وه، او الله به ژر د زيد لخوا د هغې طلاق او بيا ستا سره د هغې نکاح څرګنده کړي، کله چې زيد په خپله خوښه وغوښتل او له هغې سره يې زړه نه غوښته چې پاتې شي او طلاقه يې کړه، تا ته مو په نکاح کړه، تر څو پر مؤمنانو د زوی بللیو د مېرمنو په نکاح کې کومه ګناه نه وي، کله چې يې هغوی طلاقې کړې او عدت يې تېر شي، او د الله امر ترسره کېدونکی و چې پر وړاندې يې هيڅ مانع او خنډ نه و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ