سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۴۳

هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا 43 ٤٣

دى همغه ذات دى چې په تاسو ’’صلاۃة‘‘ (شفقت) رالېږي او د هغه ملايك (هم)، د دې لپاره چې هغه تاسو له تیارو نه رڼا ته راوباسي، هغه په مومنانو ډېر رحم كوونكى دى (۴۳)

تفسیر
همغه ذات دی چې لورېينې درباندې کوي او ستاينه مو کوي، او ملایک یې تاس ته دعا کوي ترڅو مو د کفر له تيارو څخه د ايمان رڼا ته را وباسي، او پر مؤمنانو ډېر مهربان دی، چې کله د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو پيروي کوي، نو سزا نه ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ