سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۴۴

تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ ۚ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا 44 ٤٤

(د الله له جانبه) دوى ته پېشكشي به، په هغې ورځ كې چې دوى به له هغه (الله) سره ملاقات كوي، سلام وي، او هغه د دوى لپاره ډېر د عزت اجر تیار كړى دى (۴۴)

تفسیر
په کومه ورځ چې مؤمنان له خپل پالونکي سره یې مخامخ کيږي هرکلی به يې د خپل رب له لوري په سلامتيا او ډاډ وي او الله هغوی لره پتمن اجر چمتو کړی چې د هغه جنت دی، د هغوی لپاره د خپلې پيروۍ او د هغه له سرغړونې څخه د لرې والي له امله بدله ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ