سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۴۸

وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا 48 ٤٨

او ته د كافرانو او منافقانو خبره مه منه او د دوى ضرر پرېږده او په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كارساز (۴۸)

تفسیر
او په هغه څه کې د کافرانو او منافقانو پيروي مه کوه چې هغوی د الله له دينه ګرځولو ته بلنه کوي، او له هغوی مخ اړوه، کېدای شي دا زيات دې خبرې ته بلونکی وي چې هغوی پر هغه څه ايمان راوړي چې ته ورته ورسره راغلی يې، او په ټولو چارو کې دې پر الله بروسه کوه، چې له هغو ډلې دې پر خپلو دښمنانو بريا هم ده، او الله د کارجوړوونکي په توګه بسنه کوي چې بندګان يې په دنيا او آخرت کې په ټولو چارو کې پر هغه بروسه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ