د دغو (نهو ښځو) نه پس تا ته (نورې) ښځې حلالې نه دي او نه دا (حلال دي) چې ته د دوى په بدل كې نورې ښځې واخلې (راولې) اګر كه د هغوى حسن تا په تعجب كې اچوي، مګر (خو روا دي درته) هغه وېنځي چې ته يې مالك شي۔ او الله دى په هر شي باندې ښه نګران (۵۲)
تفسیر
ای رسوله! ستا لپاره روا نه دي چې کومې مېرمنې ستا په نکاح کې دي له هغوی پرته له نور ښځو سره نکاح وکړې، نه دا درته روا دي چې هغوی طلاقې کړې يا ځينې يې طلاقې کړې ترڅو له هغوی پرته نورې وکړې، که څه هم له هغوی پرته د نورو هغو ښځو ښايست دې خوښ شي چې ته واده ورسره غواړې، خو دا درته روا دي چې له اينځو د څومره څښتن شې پرته له ټاکلي شمېر يې غوره کړې، او الله د هر څه ساتونکی دی، دغه پرېکړه د مؤمنانو د ميندو پر غوره والي دلالت کوي، چې د هغوی طلاق او پر هغوی د نورو بنو کړل منع کړل شول.