سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۵۳

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ ۖ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا 53 ٥٣

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نبي كورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته طعام (خوړولو) ته اجازت دركړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار كوونكي نه يئ او لېكن كله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې كله طعام وخورئ، نو خوراه شئ۔ او نه دا چې په خبرو سره زړه خوشالوونكي يئ: بېشكه دغه (كار) داسې دى چې نبي ته تكلیف رسوي، نوهغه له تاسو نه حیا كوي او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي۔ او كله چې تاسو له دغو (پاكو بېبیانو) نه څه سامان غواړئ، نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ۔، دا (كار) ډېر پاك ساتونكى دى ستاسو زړونو لره او د هغوى زړونو لره۔ او تاسو ته روا نه دي چې تاسو د الله رسول ته تكلیف ورسوئ او نه دا چې تاسو د هغه له ښځو سره له هغه نه پس نكاح وكړئ، هیڅكله۔، بېشكه دغه (كار) د الله په نېز ډېر لوى (جرم) دى (۵۳)

تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان رواړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي، د نبي عليه السلام کوټو ته مه ننوځئ مګر وروسته تردې چې ډوډۍ ته ستاسو په بللو سره د ننوتلو اجازه درته وشي، خو ناسته مو داسې مه اوږدوئ چې د ډوډۍ د پخېدو انتظار کوئ، بلکې کله چې ډوډۍ ته وبلل شوئ، نو ننوځئ، اوکله مو چې وخوړه، نو ووځئ، له هغه وروسته کرار مه کېنئ چې ځينې مو د ځينو په خبرو خوند اخلئ، ځکه دغه ناسته نبي صلی الله عليه وسلم ته اذيت رسوي، خو هغه شرميږي له دې چې له تاسو د وتلو غوښتنه وکړي، او الله په حقه له امر کولو نه شرميږي، نو تاسو ته يې ترې د وتلو امر وکړ تر څو هغه صلی الله عليه وسلم ته په ناسته اذيت ونه رسوئ، او کله چې د نبي صلی الله عليه وسلم له مېرمنو د اړتيا کوم لوښی څه غواړئ، نو د اړتيا توکي د پردې تر شا ترې وغواړئ داسې مخامخ يې مه ترې غواړئ چې تاسو هغوی وينئ، د هغوی د خونديتوب لپاره، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرتبې له امله، دغه د پردې ترشا غوښتنه ستاسو او د هغوی د زړونو لپاره ډېره پاکيزه ده، ترڅو شيطان ستاسو او د هغوی زړونو ته کومه د وسوسې او ناروا ښايسته کولو لار پيدا نه کړي، او ای مؤمنانو ستاسو لپاره په کار نه دي چې په خبرو د ځنډ له امله د الله رسول اذيت کړئ، او نه دا درته روا دي چې د هغه له وفات وروسته له مېرمنو سره يې نکاح وکړئ، هغوی د مؤمنانو ميندې دي، او د هيچا لپاره روا نه ده چې له خپلې مور سره نکاح وکړي، د آذیت یو ډول د هغه له وفات وروسته یې له مېرمنو سره نکاح کول دي، دا ناروا کار دی او د الله په وړاندې لويه ګناه شمېرل کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ