كه چېرې تاسو كوم شى څرګند كړئ، یا هغه پټ كړئ، نو بېشكه الله په هر شي باندې ښه عالم دى (۵۴)
تفسیر
او که له کړنو مو څه ښکاره کوئ او يا يې په زړونو کې پټوئ، نو هيڅکله له هغو هيڅ هم له الله نه پټيږي، بېشکه الله پر هر څه ښه پوه دی، له هغه ستاسو له کړنو او نورو شيانو هيڅ هم نه پټيږي، ژر به ستاسو د کړنو بدله درکړي، که خير و، نو د خير او که شر و، نو د شر.