سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 55)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۵۵

لَا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ ۗ وَاتَّقِينَ اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا 55 ٥٥

په دغو (ښځو) هېڅ ګناه نشته په (مخامخ كېدو او راتلو د) خپلو پلرونو كې او نه په خپلو زامنو كې او نه په خپلو وروڼو كې او نه په خپلو ورېرونو كې او نه په خپلو خورینو كې او نه په خپلو ښځو كې او نه (ګناه شته) په (مخامخ كېدو او راتلو د) هغو (وېنځو مریانو) كې چې د دغو (ښځو) ښي لاسونه يې مالكان شوي دي۔ او (اى ښځو!) تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله په هر شي باندې ښه ګواه دى (۵۵)

تفسیر
پر هغو ښځو کومه ګناه نشته چې(لاندې یاد کسان) وويني يا له پردې پرته خبرې ورسره وکړي(چې هغه): د هغوی پلرونه، زامن يې، وروڼه يې، ورېرونه يې، نسبي يا رضاعي خورېيونه يې دي او نه پر هغوی کومه ګناه شته چې له پردې پرته مؤمنې ښځې خبرې ورسره وکړي يا هغه اينځې چې هغوی يې څښتنانې دي، او اې مؤمنو ښځو له الله ووېرېږئ په هغه څه کې چې امر يې پرې کړی او منع يې ترې کړې ده، او هغه د هغه څه ليدونکی دی چې له تاسو يې څوک ښکاره کوي او له تاسو صادريږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ