سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۵

ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ ۚ فَإِنْ لَمْ تَعْلَمُوا آبَاءَهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ ۚ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَٰكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 5 ٥

تاسو دغه (په زامنو بلل شوي) د هغوى پلرونو ته منسوب كړئ۔، دغه (كار) د الله په نېز د انصاف والا دى، نو كه تاسو د هغوى پلرونه نه پېژنئ، نو دوى ستاسو وروڼه دي په دین كې او ستاسو دوستان دي، او په تاسو هېڅ ګناه نشته په هغه شي كې چې تاسو په كې خطا شئ۔ او لېكن (ګناه شته د) هغه (كار) چې ستاسو زړونه د هغه قصد (اراده) وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۵)

تفسیر
هغه کسان چې تاسو یې د زویتوب دعوه لرئ خپلو ریښتینو پلرونو ته وبلئ، ځکه چې هغوی ته یې بلل د الله په نزد انصاف دی، نو که چېرې یې تاسو پلرونه نه پېژنئ چې ورته یې وبلئ نو بیا دوی ستاسو ورونه دي په دین کې او له مرییتوب څخه ستاسو آزاد کړی شوي دي، نو یوه ده دوی ته په ای وروره او ای تره زویه غږ وکړئ، او په تاسو ګناه نشته کله چې له تاسو څخه یو څوک تېروته او په زویتوب نیونکي ته یې وبله، لیکن قصدا په داسې وینا ګناهګارېږئ، او الله تعالی د هغو بندګانو بخښونکی دی چې توبه وباسي، پرې لورین دی چې په تېروتنه یې نه نیسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ