سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 66)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
33
الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۶۶
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا
په هغې ورځ كې چې د دوى مخونه به په اور كې اړولى راړولى شي۔، دوى به وايي: اى كاشكي مونږ! د الله اطاعت كړى وى او د رسول اطاعت مو كړى وى (۶۶)
تفسیر
په کومه ورځ چې مخونه يې د دوزخ په اور کې اړول کيږي، هغوی به د سخت افسوس او پښېمانۍ له امله وايي: های کاشکي مو د دنيا په ژوند کې د الله امر منلی وای د هغه څه په پرځای کولو سره چې امر يې راته کړی و، او له هغه څه څخه په ډډه کولو سره چې ترې منع کړي يې وو، او د رسول پيروي مو کړې وای په هغه څه کې چې د خپل پالونکي له لوري يې راوړي و.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: