سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 68)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
33
الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۶۸
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا
اى زمونږ ربه! ته دوى ته له عذابه دوه چنده وركړه او ته په دوى لعنت وكړه، ډېر لوى لعنت كول (۶۸)
تفسیر
ای زموږ پالونکيه! دغو سردارانو او لويانو ته چې موږ يې له نېغې لارې لارورکي کړي يو دوه برابره د هغه عذاب ورته وګرځوه چې موږ ته دې ګرځولی دی ځکه هغوی موږ لارورکي کړي يو، او له خپل رحمته دې یې په لوی شړلو سره وشړه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: