سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




33 الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۷۲

إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ ۖ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا 72 ٧٢

بېشكه مونږ اسمانونو او ځمكې او غرونو ته امانت وړاندې كړ، نو دوى د ده له پورته كولو نه انكار وكړ او له ده ووېرېدل او انسان دغه (امانت) پورته كړ، بېشكه دغه (انسان) دى، ډېر ظالم، ډېر نادان (۷۲)

تفسیر
له شک پرته موږ شرعي تکليفونه او کوم مالونه او رازونه چې ساتل کیږي پر آسمانونو، ځمکه او پر غرونو وړاندې کړل، نو هغوی يې له پورته کولو انکار وکړه[دا عرض اختیاري وو]، او له پايلې يې ووېرېدل، او انسان هغه پر غاړه واخېستل، بېشکه هغه انسان خپل ځان لره ډېر ظلم کوونکی او د هغو په غاړه اخېستلو له پايلې ډېر ناپوه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ