سوره الأحزاب (ګوندونه) (آیت 8)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
33
الأحزاب(الأحزاب)، آیت ۸
لِيَسْأَلَ الصَّادِقِينَ عَنْ صِدْقِهِمْ ۚ وَأَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًا
د دې لپاره چې هغه (الله) له صادقانو نه د هغوى د صدق (رښتیاوو) په باره كې تپوس وكړي او هغه د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى (۸)
تفسیر
دا ټېنګه ژمنه الله تعالی له پېغمبرانو ځکه واخیستله څو له ریښتینو پېغمبرانو څخه د دوی د ریښتیا په اړه پوښتنه وکړي، کافرانو ته د زورنې په موخه، او الله تعالی د قیامت په ورځ په ده او د ده په پېغمبرانو باندې کفر کوونکو ته د دوزخ د اور دردناک عذاب چمتو کړی دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: