سوره سبأ (سبا) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۲۰

وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَيْهِمْ إِبْلِيسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقًا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ 20 ٢٠

او یقینًا یقینًا ابلیس د دوى په باره كې خپل خیال رښتیا ومونده، نو دوى ټولو د هغه پيروي وكړه، مګر یوې ډلې، چې هغه مومنان دي (۲۰)

تفسیر
او له شک پرته د هغوی په اړه د ابليس ګومان رېښتينی شو چې هغوی تېر اېستلای او له حقه لارورکي کولای شي، نو هغوی يې په کفر او لارورکۍ کې پيروي وکړه، پرته د مؤمنانو له يوې ډلې څخه چې هغوی[ابلیس] په خپله هيله کې نا هيلی کړ د هغه په نه پيروۍ کولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ