سوره سبأ (سبا) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۲۳

وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ ۚ حَتَّىٰ إِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ ۖ قَالُوا الْحَقَّ ۖ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ 23 ٢٣

او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي۔ تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره (هیبت) لرې كړى شي (نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى (۲۳)

تفسیر
او د هغه پاک ذات په وړاندې سپارښتنه ګټه نه رسوي مګر دا چې هغه اجازه ورته وکړي او الله د خپلې لويۍ له مخې د سپارښتنې اجازه يوازې هغه چاته کوي چې ورته خوښه يې شي او د هغه له لويۍ دا هم دي چې کله په آسمان کې خبره وکړي پرېښتې د هغه وينا ته د عاجزۍ په ډول خپل وزرونه وهي، تر دې چې کله يې له زړونو وېره لېرې شي نو پرېښتې جبرئيل ته وايي: پالونکي مو څه وويل؟ جبرئيل وايي: حق يې وويل او هغه د ذات په اعتبار او دغلبې په اعتبار لوړ دی، داسې لوی دی چې هر شی دهغه څخه کښته دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ