سوره سبأ (سبا) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۳۹

قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ ۚ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ 39 ٣٩

ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او د هغه لپاره يې تنګوي او تاسو چې څه شى هم لګوئ، نو هغه د دغه (څیز) عوض دركوي۔ او هغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى (۳۹)

تفسیر
ای رسوله ! ووايه: بېشکه زما پالونکی پاک او لوړ دی له بندګانو يې چې چاته وغواړي روزي يې پراخوي او له هغوی چې چاته وغواړي پرې تنګوي يې، او څه چې تاسو د الله په لار کې لګوئ، نو الله تعالی به يې په دنيا کې تر هغو په غوره څه د درکولو ځای ناستی درکړي، او په آخرت کې په لوی ثواب سره، او الله پاک تر ټولو روزي ورکوونکو غوره دی، نو څوک چې روزي لټوي هغه پاک ته دې پناه يوسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ