سوره سبأ (سبا) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۴۴

وَمَا آتَيْنَاهُمْ مِنْ كُتُبٍ يَدْرُسُونَهَا ۖ وَمَا أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ قَبْلَكَ مِنْ نَذِيرٍ 44 ٤٤

حال دا چې مونږ دوى ته هېڅ كتابونه نه دي وركړي چې دوى يې لولي او نه له تا نه مخكې مونږ دوى ته هېڅ وېروونكى لېږلى دى (۴۴)

تفسیر
او موږ نه هغوی ته داسې کتابونه ورکړي وو چې هغوی لوستلای تر څو يې د دوې دې خبرې ته لارښوونه کړې وای چې دغه قرآن داسې درواغ دي چې محمد له ځانه جوړ کړي، او ای رسوله! نه مو هغوی ته ستا له لېږلو مخکې رسول لېږلی چې هغوی يې د الله له عذابه وېرولي وای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ