سوره سبأ (سبا) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۴۸

قُلْ إِنَّ رَبِّي يَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَّامُ الْغُيُوبِ 48 ٤٨

ته ووایه: بېشكه زما رب حق رالېږي۔ (هغه) د پټو خبرو ښه عالم دى (۴۸)

تفسیر
ای رسوله! ووایه: له شک پرته پالونکی مې حق پر باطل ځواکمنوي نو باطل له منځه وړي، او هغه پر پټو ډېر ښه پوه دی، له هغه څخه نه په آسمانونو کې او نه په ځمکه کې هيڅ شی هم پټ نه دي او نه له هغه د خپلو بندګانو کړنې پټې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ