سوره سبأ (سبا) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۴

لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ 4 ٤

د دې لپاره چې هغه (الله) بدله وركړي هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت رزق دى (۴)

تفسیر
الله هغه څه ثابت کړل چې په لوح محفوظ کې يې ثابت کړل، ترڅو هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي، همدوی پر دغو صفتونو متصفو خلکو لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو بښنه ده، چې پر هغوی به يې نه نیسي، او هغوی لره عزتمنه روزي ده، چې د قيامت په ورځ د هغه جنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ