سوره سبأ (سبا) (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۵۰

قُلْ إِنْ ضَلَلْتُ فَإِنَّمَا أَضِلُّ عَلَىٰ نَفْسِي ۖ وَإِنِ اهْتَدَيْتُ فَبِمَا يُوحِي إِلَيَّ رَبِّي ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ قَرِيبٌ 50 ٥٠

ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې زه ګمراه شم، نو یقینًا يواځې د خپل ځان په ضرر ګمراه كېږم او كه ما هدایت ومونده، نو په سبب د هغه كلام چې زما رب يې ما ته وحي كوي، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ډېر نژدې دى (۵۰)

تفسیر
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووایه: که چېرې په هغه څه کې له حقه لارورکی شوی وم چې تاسو ته يې رسوم، نو زما د لارورکۍ ضرر يوازې تر ما پورې دی، تاسو ته هيڅ نه در رسيږي، او که په سمه لار وم نو دا د هغې وحي له امله چې زما پالونکی يې راته وحي کوي، بېشکه هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی دی، نېږدې دی څه چې وایم د هغه اورېدل نه پرې ستونزمن کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ