سوره سبأ (سبا) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۵۱

وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ فَزِعُوا فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا مِنْ مَكَانٍ قَرِيبٍ 51 ٥١

او كه ته ووینې كله چې دوى ووېرېږي، نو هېڅ خلاصى به نه وي او دوى به له ډېر نژدې ځایه ونیول شي (۵۱)

تفسیر
او ای رسوله! که ته ووينې چې دغه درواغ ګڼونکي وېريږي کله چې هغوی د قيامت په ورځ عذاب وويني، چې هغوی لره به ترې هيڅ د تېښتې ځای نه وي او نه به پناه ځای وي چې پناه ور وړي، او له نېږدې ځایه را ونيول شي چې په لومړي پړاو کې يې را نيول آسانه وي، که چېرې ته دغه ووينې نو يو عجيب امر به ووينې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ