او دوى به ووايي: مونږ په دغه (الله) ایمان راوړى دى، او د دوى لپاره به د ډېر لرې ځاى نه نیول له كومه وي! (۵۲)
تفسیر
او هغوی به هغه مهال چې خپل د ورګرځېدو ځای وويني ووايي: موږ د قيامت په ورځ ايمان راوړ، او هغوی لره به د ايمان ورکړه او ترلاسه کول څنګه وي حال داچې د ايمان د قبلېدو له ځایه لېرې شوي دي ځکه هغوی د دنيا له هغه کوره چې د عمل کور دی نه د جزا د آخرت کور خوا ته راوتلي دي چې هغه د جزا کور دی نه د عمل؟!.