سوره سبأ (سبا) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۷

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ 7 ٧

او كافران شویو كسانو وویل: ایا مونږ تاسو ته داسې سړى وښیو چې تاسو ته خبر دركوي چې كله تاسو ذرې ذرې كړى شئ، پوره ذره ذره كېدل، (نو) بېشكه تاسو به خامخا په نوي تخلیق كې يئ (له نوي سره به پیدا كولى شئ) (۷)

تفسیر
او هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی ځينو ته يې د تعجب او پر هغه څه چې رسول صلی الله عليه وسلم راوړي د ملنډو وهلو په توګه وويل: آيا داسې سړی در ونه ښيو چې تاسو ته خبر درکوي چې کله تاسې مړه شئ او ټوټې ټوټې شئ، تاسو به بېرته له مرګ وروسته مو ژوندي را پاڅول کېږئ؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ