كه هغه اراده وكړي (نو) تاسو به ختم كړي او نور نوى مخلوق به راولي (۱۶)
تفسیر
که چېرې هغه پاک ذات وغواړي چې په تباه کولو مو له منځه يوسي، تباه به مو کړي له منځه به مو يوسي، او ستاسو پر ځای به نوي خلک راولي چې عبادت يې کوي، له هغه سره به هيڅوک هم نه شريکوي.