سوره فاطر (خالق) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۲۴

إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا ۚ وَإِنْ مِنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ 24 ٢٤

بېشكه مونږ ته په حق (دین) سره لېږلى يې چې زېرى وركوونكى او وېروونكى يې او نه و هېڅ یو امت مګر په هغه كې یو وېروونكى تېر شوى دى (۲۴)

تفسیر
او ای رسوله! له شک پرته ته مو له داسې له حق سره لېږلی يې چې هيڅ شک پکې نشته، د مؤمنانو لپاره د هغه څه زيری ورکوونکی يې چې الله د هغوی لپاره کوم عزتمند ثواب چمتو کړی او د کافرانو لپاره په هغه څه وېروونکی يې چې الله هغوی لره کوم دردوونکی عذاب چمتو کړی او له پخوانيو امتونو هيڅ داسې امت نشته چې په هغو کې د الله له لوري داسې رسول نه وي تېر شوی چې د هغه له عذابه يې نه وېرول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ