سوره فاطر (خالق) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۲۷

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا ۚ وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ 27 ٢٧

ایا تا نه دي ليدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په دغو سره داسې مېوې راوېستلې دي چې د هغو رنګونه مختلف دي۔ او په غرونو كې ځینې سپينې او سرې لارې دي، چې د دغو (لارو) رنګونه سره مختلف دي او (ځینې په دوى كې) ډېرې تكې تورې دي (۲۷)

تفسیر
او ای رسوله! ته نه وينې چې الله پاک له آسمانه د باران اوبه را نازلې کړې دي، نو پر دغو اوبو مو داسې مېوې را اېستلې دي چې بېلابېل رنګونه لري، سرې، شنې، ژېړې او نورې، وروسته تردې چې هغه ونې مو پرې اوبه کړې دي، او له غرونو ځينې سپينې لارې، ځينې سرې لارې او ځينې تکې تورې لارې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ