سوره فاطر (خالق) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۲

مَا يَفْتَحِ اللَّهُ لِلنَّاسِ مِنْ رَحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۖ وَمَا يُمْسِكْ فَلَا مُرْسِلَ لَهُ مِنْ بَعْدِهِ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 2 ٢

هر هغه شى چې الله يې د خلقو لپاره له رحمته پرانیزي، نو د هغه (رحمت) هیڅوك بندوونكى نشته۔ او هر شى چې هغه يې بند كړي، نو د هغه راخلاصوونكى نشته د هغه (الله) نه بعد۔، همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۲)

تفسیر
پرته له شکه د هر څه چابيانې (کلیانې) د الله په واک کې دي، نو کومه روزي، لارښوونه، نېکمرغي او داسې نورې پېرزوينې چې خلکو ته پرانيزي، هيڅوک يې له دغه څخه نه شي منع کولای او نه بندولای او د هغه له بندلو وروسته يې هيڅوک نه شي ور پرېښودلی، هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، تقدير او تدبير کې د حکمت څښتن دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ