سوره فاطر (خالق) (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۴۱

إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا ۚ وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ ۚ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا 41 ٤١

بېشكه چې الله اسمانونه او ځمكه ساتي او (نیسي يې) چې زايل نشي او قسم د ى كه دواړه په زوال شي (نو) له هغه (الله) نه غیر به يې هیڅوك ونه ساتلى شي) (ونه نیولى) شي۔، بېشكه هغه (الله) دى، ښه تحمل والا، ډېر بخښونكى (۴۱)

تفسیر
بېشکه الله پاک آسمانونه او ځمکه نيسي چې د هغوی دواړو له منځه تللو منع کوونکی دی، او بالفرض که چېرې هغه دواړه له منځه ولاړ شي، نو هيڅوک له هغه پاک ذات وروسته داسې نشته چې له منځه تلل يې ونيسي، بېشکه هغه زغم لرونکی دی چې د سزا په ورکړه کې بيړه نه کوي، له بندګانو چې څوک توبه وباسي د هغو د ګناهونو بښونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ