سوره فاطر (خالق) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




35 فاطر(فاطر)، آیت ۵

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۖ وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ 5 ٥

اى خلقو! بېشكه د الله وعده حقه ده، نو تاسو دې دنيايي ژوند له سره غره (دوكه) نه كړي او تاسو دې ډېر غره (دوكه) كوونكى د الله په باره كې له سره غره نه كړي (۵)

تفسیر
ای خلکو! له شک پرته د قيامت په ورځ د بېرته را پورته کولو او جزا په اړه د الله ژمنه حق ده چې هيڅ شک پکې نشته، نو د دنيا د ژوند خوندونه او د هغې هوسونه دې د دغې ورځې لپاره په نېک عمل کولو تاسو له چمتووالي څخه دوکه نه کړي، او نه مو دې شیطان د باطل په ښايسته کولو او د دنيا ژوند ته په مخ اړولو تاسو په دوکه کې واچوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ