سوره یس (یاسین) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۱۸

قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ ۖ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ 18 ١٨

دغو خلقو وویل: بېشكه مونږ په تاسو سره بدفالي نیولې ده، قسم دى كه تاسو منع نشوئ (، نو) مونږ به خامخا ضرور تاسو سنګسار كړو او زمونږ له جانبه به تاسو ته خامخا ضرور ډېر دردوونكى عذاب درورسېږي (۱۸)

تفسیر
د کلي خلکو رسولانو ته وويل: له شک پرته موږ پر تاسو بد پالي کوو، او که چېرې تاسو د الله يووالي ته زموږ له بلنې لاس په سر نه شئ، هرومرو به تاسو ته تر مرګه د ډبرو په وېشتلو سزا درکړو، او هرومرو به تاسو زموږ له لوري دردوونکی عذاب ووينئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ