او په ما څه شوي دي (څه مانع دى) چې زه به د هغه ذات عبادت نه كوم چې زه يې پیدا كړى یم او خاص هغه ته به تاسو بېرته بېول كېږئ (۲۲)
تفسیر
او دغه نصيحت کوونکي سړي وويل: او څه مانع دی چې د هغه الله له بندګۍ مې منع کوي چې پيداکړی يې يم؟! او څه مانع دی چې تاسو د خپل رب دعبادت څخه منع کوي چې پيداکړي يې ياست، او يوازې هغه ته به د جزا لپاره په بېرته را پاڅېدلو ورګرځئ؟!.