سوره یس (یاسین) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۲۳

أَأَتَّخِذُ مِنْ دُونِهِ آلِهَةً إِنْ يُرِدْنِ الرَّحْمَٰنُ بِضُرٍّ لَا تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلَا يُنْقِذُونِ 23 ٢٣

ایا زه له هغه (الله) نه غیر نور داسې معبوان ونیسم چې كه رحمٰن ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، (نو) له ما نه به د دوى سفارش هېڅ شى (ضرر) دفع (لرې) نه كړى شي او نه به ما دوى خلاص كړى شي (۲۳)

تفسیر
آيا له هغه الله پرته چې پيداکړی يې يم بغير له حقه نور معبودان ونيسم؟! که چېرې مې رحمان د ضرر اراده ولري، د دغو معبودانو سپارښتنه نه څه را څخه لېرې کولای شي او نه د ګټې او نه تاوان واک راته لري، او نه دا توان لري چې له هغه ضرره مې وباسي چې الله يې اراده راته کړې وي که چېرې پر کفر مړ شم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ