ایا دوى نه ویني چې له دوى نه مخكې مونږ څومره امتونه هلاك كړي دي، چې یقینًا هغوى دوى ته بېرته نه راګرځي (۳۱)
تفسیر
آیا دا دروغجنونکي او پر پېغمبرانو پورې ملنډې وهونکي په مخکینیو امتونو کې عبرت نه وینې؟ بېشکه هغوی مړه شو، او دې دنیا ته به بیا هېڅکله را ونه ګرځې، بلکې هغه څه سره مخ شو کومې کړنې یې چې وړاندې کړې وې، او زر دی چې الله پرې بدله ورکړي.