سوره یس (یاسین) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۴۰

لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ۚ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ 40 ٤٠

لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي (۴۰)

تفسیر
د لمر او سپوږمۍ او شپې او ورځې نښانې د الله تعالی په اندازه کولو سره ټاکل شوې دي، نو له هغه څه څخه مخکې نه ځي کوم چې ورته ټاکل شوی وي، نو نه لمر لره شونې ده چې په سپوږمۍ پسې ورسي چې لاره یې بدله کړي او یا یې روښنایي یوسي، او نه شپې لره شونې ده چې له ورځ مخکې شي او له وخت پوره کېدلو مخکې داخله شي، او دا ټول تابع شوي مخلوقات او نورو، ستارو او سیارو لپاره خپل ځانګړي لارې دي د الله په اندازه کولو او ساتنې سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ