سوره یس (یاسین) (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۴۱

وَآيَةٌ لَهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ 41 ٤١

او د دوى لپاره لویه نښه داده چې بېشكه مونږ د دوى اولاد په ډكه بېړۍ كې سواره كړي دي (۴۱)

تفسیر
او همدا راز دوی ته د الله په یووالي بله نښه او د هغه لورینه په خپلو بندګانو داده چې مونږ سپاره کړل هغه خلک چې د طوفان څخه ژغورل شوي وو د آدم له نسل څخه د نوح په زمانه کې، د مخلوقاتو څخه ډکه بېړۍ کې، بېشکه الله تعالی پکې له هر جنس څخه جوړه سپاره کړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ