سوره یس (یاسین) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۵۴

فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 54 ٥٤

نو نن ورځ به په هېڅ یو نفس باندې هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او تاسو ته به بدله نه دركولى كېږي مګر هغه چې تاسو څه عمل كاوه (۵۴)

تفسیر
په دغه ورځ به د انصاف پرېکړه وي، نو -ای بندګانو-په تاسو به د هېڅ شي زیاتی نه کېږي د ګناهونو په زیاتېدلو یا د نیکیو په کمېدلو، بېشکه تاسو ته به د هغو کړنو بشپړه بدله درکول کېږي چې د دنیا په ژوند کې مو ترسره کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ