سوره یس (یاسین) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




36 یس(يس)، آیت ۶۰

أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ ۖ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ 60 ٦٠

اى بني ادمو! ایا ما تاسو ته كلك حكم نه و كړى، داسې چې تاسو د شیطان عبادت مه كوئ. یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى (۶۰)

تفسیر
آیا تاسو ته مې د خپلو پېغمبرانو په خولو سپارښتنه او امر نه ؤ کړی او نه مې ؤ ویلي چې: ای د آدم زامنو، په کفر او ګناهونو ترسره کولو کې د شیطان مه منئ، بېشکه شیطان په ښکاره دښمنۍ سره دښمن دی، نو یو هوښیار کس ته څرنګه ممکن دي چې د هغه دښمن ومني کوم چې ښکاره دښمني کوي؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ