نن ورځ به مونږ د دوى په خولو مهر ولګوو، او زمونږ سره به د دوى لاسونه خبرې كوي او د دوى پښې به ګواهي كوي په هغو كارونو چې دوى به كول (۶۵)
تفسیر
نن به د دوی په خولو مهر وهو نو د ګونګیانو په څېر به ویني خو خبرې به نشي کولای چې د خپل کفر او ګناهونو څخه انکار وکړي چې کول یې، او لاسونه به یې مونږ ته د هغه څه په اړه خبرې کوي چې په دنیا کې یې پرې کول، او پښې به یې شاهدي ورکوي په هغه څه چې دوی به پرې کوم ګناهونه کول او ورتلل به.