نو تا دې د دوى وینا غمژن نه كړي، بېشكه مونږ پوهېږو په هغه (حسد، كینه) چې دوى يې پټوي او په هغه (كفر، عناد) چې دوى يې څرګندوي (۷۶)
تفسیر
ای پېغمبره! تا دې د دوی وینا نه غمجن کوي دا چې: بېشکه ته استازی نه یې، یا ته شاعر یې، او داسې نور تورونه د دوی. بېشکه مونږ پوهېږو په هغه څه چې دوی یې پټوي او هغه څه چې ښکاره کوي یې، هېڅ هم له مونږ پټ نه دي، او ژر دی چې بدله به پرې ورکړو.