غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې (۱۰)
تفسیر
پرته له هغو شیطانانو چې څه وتښتوي، او هغه هم دا خبره وي په کومه کې چې ملائکې پرې بحث کوي او د دوی ترمنځ اوړي او لا هم د ځمکې خلکو ته یې علم نه وي رسېدلی، نو یو روښانه لمبه ورپسې شي سوځوي یې، او کله دا وینا له سوځېدو مخکې خپلو ورونو ته ورکړي نو کاهنانو (غیب ویونکو) ته ورسي، نو ورسره سل دروغه نور یوځای کړي.