سوره الصافات (لیک بندي شوي) (آیت 113)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




37 الصافات(الصافات)، آیت ۱۱۳

وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَىٰ إِسْحَاقَ ۚ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِينٌ 113 ١١٣

او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى (۱۱۳)

تفسیر
او مونږ په ده او د ده پر زوی اسحاق برکت نازل کړ، نو نعمتونه مو ورزیات کړل، چې له هغې څخه د دوی د اولاد زیاتوالی دی، او د دوی دواړو له اولادې څخه ځینې نیکان دي په تابعدارۍ د خپل رب، او ځینې په کفر او ګناهونو کولو سره په خپل نفس ښکاره تېري کوونکي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ