سوره الصافات (لیک بندي شوي) (آیت 168)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




37 الصافات(الصافات)، آیت ۱۶۸

لَوْ أَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِنَ الْأَوَّلِينَ 168 ١٦٨

كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى (۱۶۸)

تفسیر
او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ